Asset 1SWN

سلام وطندار

یونس‌خان د افغان لوبډلې د سلاکار روزنکي په توګه ټاکل شوی

FPr9VjKXIAoPtcQ

د افغانستان کرېکټ بورډ د پاکستان پخوانی لوبغاړی یونس‌خان د کرېکټ ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه ټاکلی دی.

کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، مرغومي ۱۹مه پرخپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې یونس‌خان یې، د راتلونکي چمپینزټرافي سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي او څارونکي پر دنده ګومارلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ۲۰۲۵کال چمپینزټرافي لوبې په پاکستان کې کېږي او اته لوبډلې د یوه بل پروړاندې سیالي کوي.

د اتلانو جام سیالۍ د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د پاکستان په کوربه‌توب پیلیږي چې د مارچ میاشتې تر ۹مې نېټې پورې به دوام ومومي او افغان لوبډله به د لومړي پړاو لوبې د فبروري میاشتې په ۲۱مه، ۲۶مه او ۲۸مه نېټه وکړي.

اووه څلوېښت کلن یونس‌خان د پاکستان لوبډلې مډل ارډر توپوهونکی او لوبډلمشر و چې ۱۱۸ ټېسټ لوبو کې یې ۱۰۰۹۹ منډې، په ۲۶۵ یو ورځنیو سیالیو کې ۷۲۴۹ او ۲۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۴۴۲ منډې جوړې کړې دي. همدا راز خان ۲۲۹ فرسټ کلاس، ۳۵۱ لیسټ اې او ۸۳ شل اوریزې لوبې هم ترسره کړې دي.

یونس‌خان په یو ورځنیو لوبو کې ځانګړی نوم لري چې په یاده بڼه کې یې د ۷۲۴۹ منډو ترڅنګ ۷ سلیزې او ۴۸ نیمه سلیزې جوړې کړې دي. دغه ډول نوموړی په ټېسټ لوبو کې ۳۴ سلیزې او ۳۳ نیمه سلیزې لري.

یونس خان تر دې وړاندې په ابوظبي کې د افغان ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې هم د توپوهنې د روزونکي په توګه هم دنده کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې سره د توپوهنې د روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی. د خان په لوبډلمشرۍ کې پاکستان د ۲۰۰۹م کال شل اوریز نړیوال جام ګټلی او همدا‌راز د نوموړي په شتون کې یاد هېواد د ۲۰۱۲ کال د اسیا جام لوبو اتلولي هم خپله کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام