Asset 1SWN

یعقوب مجاهد نړۍ ته: که اراده مو بده وي، ترې تېر شئ

ملا_یعقوب

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمدیعقوب مجاهد وايي، که د نړۍ هېوادونه د افغانستان لپاره بده اراده لري، نو له دې ارادې دې تېر شي.

نوموړي وویل چې روس او چین دې هم دا فکر نه‌کوي چې امریکا به د دوی پر ضد کړنې کوي او نه دې هم امریکا دا فکر کوي.

هغه زیاته کړه چې نه‌غواړي د نورو کورنیو چارو کې لاس‌وهنه وکړي او نه بل چا ته اجازه ورکړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «موږ د هیڅ یو ځواک په وړاندې د بل په ګټه خپل ځواکونه نه استعمالوو، موږ هیچا ته بده اراده نه لرو، موږ له ټولې نړۍ سره ښه تعامل غواړو.»

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام