د بلخ یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت د ځینو ډاکټرانو لهخوا د شفري نسخو لیکلو له امله پوزې ته راغلې دي.
د یاد ولایت اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، ځینې ډاکټران داسې نسخې لیکي چې د ځانګړو درملتونونو سربېره یې نور درملتونونه د لوستلو توان نهلري.
د دوی په وینا، ورته نسخې د دې پر ځای چې د ناروغ درملنه وشي، سرخوږی یې ورته جوړ کړی او سرپرست حکومت یې باید مخه ونیسي.
د بلخ اوسېدونکی رشاد چې یوه ډاکټر ورته شفري نسخه لیکلې وه، سلاموطندار ته وویل: «موږ پر سرطان ناروغي اخته یو ناروغ درلود، کله چې ناروغ نسخه ولیکله، په هېڅ درملتون کې مو هغه درمل پیدا نهکړل، یوازې د هماغه ډاکټر درملتون یې د لوستلو توان لري، ډاکټران پر خلکو تجارت کوي.»
په ورته مهال د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي سیدانور سلاموطندار ته وویل چې حکومت باید د شفري نسخو د لیکلو مخه ونیسي. «حکومت یې باید مخه ونیسي، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی. ډاکټران په خپله معاینهخانه کې شفري نسخې لیکي.»

د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د درملو پلورونکي هم د شفري نسخو لیکل تاییدوي او وايي چې دې وضعیت ناروغلرونکي اندېښمن کړې دي.
لمر چې د مزارشریف ښار کې درمل پلوري وايي: «ډاکټران باید روښانه نسخې ولیکي، څو ناروغلرونکي له یوه درملتون بل ته سرګردان نهشي، هغه درملتونونه چې د ډاکټر اړوند دي، د نورو په پرتله په لوړه بیه درمل پلوري.»
د بلخ روغتیا ریاست مسوولان بیا وايي، هڅه کوي چې د دې کار مخنیوی وکړي. د بلخ د عامې روغتیا ریاست د قوانینو د پلي کولو د څارنې او ارزونې مسوول جاوید سراجي وویل چې دوی تر دې مهاله د یاد کار له کبله څو روغتیايي مرکزونه جریمه او معاینهخانې یې ورته تړلې دي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست د قوانینو د پلي کولو د څارنې او ارزونې مسوول جاوید سراجي وویل: «موږ هغه ډاکټران په وار وار جریمه کړي چې شفري نسخې لیکي، تراوسه مو درې روغتونونه، پنځه معاینهخانې او نږدې ۴۰ ډاکټران د عامې روغتیا وزارت د قوانینو پر بسنټ جریمه کړې دي.
هڅه مو وکړه چې په دې راپور کې د هغو ډاکټران نظر هم له ځان سره ولرو چې شفري نسخې لیکي، خو دوی خبرو کولو ته حاضر نهشول.