Asset 1SWN

د هپیټایټس نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې تېرکال ۱۵زره پېښې ثبت شوي

GTkD7amXkAAj1lJ

د هپیټایټس «ژیړي» نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان څانګه وايي چې د عامه پوهاوي نشتون، د درملو او تشخصي مرکزونو نشتوالی، افغانستان کې له یادې ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې شته خنډونه بلل کېږي.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی نعیم‌الله ساپی وايي: «خلکو ته عامه پوهاوی کم دی. دوی روغتیايي مرکزونو ته د درملنې او تشخیص لپاره په سمه توګه مراجعه او درملنه نه‌شي کولی او همداراز روغتیايي سېسټم کې شته ستونزې، چې موږ په کافي اندازه تشخیص او درمل نه‌لرو چې ناروغانو ته بسنه وکړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معیین عبدالولي حقاني، دغه وزارت کې د هپټایټس نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، یوازې تېرکال افغانستان کې پر هپټایټس اخته ۱۵زره پېښې ثبت شوې دي.

د نوموړي په وینا، دا مهال د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د هپټایټس د تشخیص خدمتونه شته او یوازې شپږو ولایتونو کې ناروغانو ته د درملنې خدمات وړاندې کېږي.

هغه وویل: «د اټکلونو له مخې په تېره لسېزه کې له سل زرو ډیر کسان په ژیړي (هیپاټیټیس) اخته شوي دي.  تېرکال په افغانستان کې د دې ناروغۍ (۱۵۰۰۰) شاوخوا پېښو راپور ورکړل شوی دی، چې له دې جملې څخه ( ۱۲۰۰۰ ) د بي هیپاټیټیس ناروغان او (۱۳۰۰) د سي هیپاټیټیس ناروغان ثبت شوي دي.»

د عامې روغتیا وزارت چارواکي همداراز وايي چې د دغه وزارت له‌خوا له هپټایټس سره د مبارزې پر لارو چارو او عامه پوهاوي لپاره پروګرامونه برابر شوې دي.

د ایډز، جنسي ناروغیو د کنټرول ملي مسوول شریف احمد احمدزی وايي چې پر هپټایټس ناروغۍ د اخته کسانو درملنې برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان مرستې ته اړتیا لري.

هغه وویل: «د هیپاټیټس په برخه کې موږ پلانونه لرو. موږ د عامه پوهاوي لپاره لارښوونې هم جوړې کړې. په دې برخه کې د روغتیا وزارت روښانه کړن‌لارې لري. د دې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي څرنګوالي په اړه لارښوونې هم شتون لري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، دا مهال نړۍ کې ۳۰۰ میلیونه کسان پر هپټایټس ناروغۍ اخته دي او هر کال دوه میلیونه کسان پر دې ناروغۍ اخته کېږي چې ۱.۳ میلیونه اخته کسان ترې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام