«نه مې کلچې اخیستي او نه هم ممیز او نه مې هم ماشومانو ته جامې کړي، اوس دومره څه نهلرو چې خېټې مو پرې مړې کړو، نور څه خو پر ځای پرېږده.»
دا د کابل د اوسېدونکي شفیق غږ دی چې د ښار پر یوه سړک یې دېوال ته تکیه کړې او د کارموندلو په تمه ناست دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی وايي، د کمزوري اقتصاد له امله د اختر لپاره جامې او وچه مېوه نهشي اخیستلی. د شفيق ترڅنګ يو بل کارګر امرالله هم ناست دی چې وايي، د بېوزلۍ له امله یې د اختر نمانځلو ته تياری نهدی نیولی.
هغه له اسلامي امارته غواړي چې اړمنو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي. نوموړي وویل: «امادهګي نهلرو، نه مو کلچې اخیستي او نه هم کیک او چاکلېټ. اوونۍ کې یوازې یوه ورځ کار کوم او پیسې یې چېرته مصرف کړم.»
افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو نړېوال پروګرام ویلي، میلیونونه افغانان لوی اختر داسې مهال نمانځي چې د دغه هېواد یو پر څلورمه برخه وګړي د شپې په لوږه ویده کېږي. دغه بنسټ د لوی اختر په مناسبت افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې غوښتنه کړې.
بلخوا د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي، دغه وزارت هېواد کې د بېوزلۍ کچې راټیټولو لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري. «د بېوزلي کمېدو لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه لري او اسلامي امارت په ځانګړې توګه یاد وزارت د افغانستان زېربناو ته پروګرامونه لري او لومړیتوب ورکوي.»
تر دې وړاندې د ملګروملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي و، د افغانستان نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او هغوی سره د مرستې لپاره ۳،۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده چې تراوسه یې یوازې ۲۰سلنه ورکړل شوي دي.