Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې د ۷۲۳زره ډالرو په لګښت د بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې

IMG-20251026-WA0019

د خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کلیو او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ګربزو او موسی‌خېلو ولسواليو کې د بېلابېلو پروژو چارې پيل شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې يادې پروژې د افغان پرمختیایي مؤسسې(ADA)  له لوري او د خوړو د نړيوال پروګرام(WFP)  په مالي ملاتړ پيل شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي په یادو پروژو کې استنادي دیوالونه، د ګوړیو او ترينچونو کېندل، د چرګانو او فیل‌مرغانو د فارمونو جوړول، د ۱۵۸ کسانو لپاره د حرفوي زده‌کړو مرکزونه، د املوکو باغچې جوړول او ۱۴۸ تنو بزګرانو ته د کیمیاوي سرو او اصلاح شويو تخمونو وېش شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې د خوست د کلیو او پراختیا رییس مولوي عنایت‌الرحمن جلالي له قوله ویل شوي چې د یاد ریاست موخه د خلکو د ژوند د ښه‌والي او د کلیوالو د ستونزو د حل لپاره عملي او دوامدار خدمتونه وړاندې کول دي.

د خوست يوشمېر اوسېدونکي هم ‌ يادو پروژو پيل ته خوښي څرګنده کړې ده. دوی ويلي د يادو پروژو په تطبيق سره به د دغو دوو ولسواليو د خلکو ستونزې تر يوه بريده راکمې شي.

د یادونې وړ ده چې د خوست د کلیو او پراختیا ریاست له لوري په نورو سیمو کې هم ورته ګڼې پروژې روانې دي چې نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام