د هېواد د شمال په پنځو ولایتونو کې ۲۲صنعتکارو او سوداګرو مېرمنو سلاموطندار سره د مرکو په ترڅ کې ویلي چې کاروبار یې بازار نهلري.
یادو مېرمنو خپلو مرکو کې اندېښنه څرګنده کړې چې د لاسي صنایعو عاید یې کم دی، خو په وینا یې، اړ دي د خپلې کورنۍ اړتیاوو برابرولو لپاره پر دې کار ځان بوخت وساتي.
ډېری دغه مېرمنې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د خپلو کورنیو یوازینۍ سرپرستې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه مرکې د هېواد په پنځو شمالي ولایتونو کې چې له جوزجان څخه اووه مېرمنې، له تخار څخه شپږ مېرمنې، پنځه مېرمنې له سرپل او فاریاب څخه هم دوه ښځې شاملې دي، شوې دي.
له یادو ۲۲ښځو څخه اووه یې د غالۍ اوبدلو، درې یې بلوڅدوزي، د خیاطۍ برخه کې درې مېرمنې، مرۍ دوزۍ کې یوه، یوه خولۍ دوزي، یوه هم ګلدوزي او شپږ مېرمنې بیا د لاسي صنایعو تولید برخه کې فعالیت لري.
د افغانستان غالۍ او ګلیم چې له کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه شمالي ولایتونو کې د مېرمنو له لوري اوبدل کېږي، خو فاریاب او جوزجان کې د ګلیم اوبدونکې مېرمنې وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې دغه ولایتونو کې د ګلیم د پلور بازار کمرنګه شوی دی.
د دوی په وینا، د وروستیو تحولاتونو ترڅنګ دغه ولایت کې یادې برخې ته د سوداګرو او سرپرست حکومت نهپام لامل شوی چې د دغه صنعت د پلور بازار له مخ ځوړي حالت سره مخ شي.
د فارياب اوسېدونکې لطيفه چې له لسو کلونو راهيسې غالۍ اوبدي، وايي، له دوو کلونو راهيسې يې ګټه کمه شوې او غالۍ يې نه پلورل کېږي.
هغه زياتوي چې پخوا به يې يو متر ګلیم له ٣٠٠ څخه تر ٤٠٠ افغانۍ اوبده، خو اوس د دغه محصول د خرڅلاو د بازار سوړوالي له امله یو متر ګلیم په ۱۵۰ افغانۍ اوبي. «زه پهخپله تارونه چمتو کوم؛ زما لور او ناوې یې اوبدي. پخوا زما لور ښوونځي ته تلله؛ تر لسم ټولګي پورې يې زدهکړې وکړې، خو له هغه وخته چې ښوونځي تړل شوي، له وزګارتیا ګلیم اوبدي.»
دوام لري…