Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د «مېرمنو سوداګرۍ او صنایعو خونه» پرانېستل شوه

میدان‌وردګ

د میدان‌وردګ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره په مرکز میدان‌ښار کې د مېرمنو د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانېستل شوه.

د دغې خونې پرانېستلو پرمهال د هېواد د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیالې فریبا نوري وویل، دا لومړی ځل دی چې دغه ولایت کې د ښځو د اقتصادي ودې او د هغوی ملاتړ لپاره د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانېستل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې زیاته کړه، میدان‌وردګ د هېواد په کچه ۲۰ ولایت دی چې د مېرمنو د صنعت او سوداګرۍ خونه په‌کې پرانېستل کېږي.

د میدان‌وردګ د صنعت او سوداګرۍ رییس انجینیر محمدخان ځواک وویل، په دغه ولایت کې ډېری ښځې شته چې د لاسي صنایعو، د لبنیاتو د پروسس، روب او مربا جوړولو برخه کې ښې تجربې او لاسته‌راوړنې لري چې دا خونه به یې په کارونو او بازارموندنه کې خورا ګټور او مثبت بدلون رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ځواک وویل، هڅه کوي چې د مېرمنو د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د یادې خونې په مرسته د مېرمنو لپاره هڅې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام