کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نشراتو مسوول محمدشعیب حقاني سلاموطندار ته وايي چې د ارغستان ولسوالي کې یې د ٢٥٠ راستنو شویو کورنیو باندې ژمني توکي وېشلې دي.
دغه کورنۍ تازه له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو د اېستلو بهیر کې د کندهار ارغستان ولسوالي ته رااړول شوې دي.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه ترکي بخارۍ او ۵۰۰ کیلو د ډبرو سکاره ورکړل شوې دي. د حقاني په وینا، یادې مرستې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي ملاتړ وېشل شوې دي.
کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نشراتو مسوول محمدشعیب حقاني زیاته کړه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ګرځنده روغتیایي ټیمونو ډاکټران او نور کارکوونکي راستنو شویو ته پر روغتیايي خدماتو بوخت دي.
هغه همداراز وویل چې هره ورځ له ۲۵ تر ۴۵ کسانو پورې د (OPV) او (OPD) برخو کې د ناروغانو درملنه کوي چې ډېری یې ماشومان دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د پاکستان لنډمهالي حکومت د تېر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر دویمه له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې چې تر دې مهاله شاوخوا ۷۰۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه کړل شوې دي.