Asset 1SWN

ډبلیو‌اېچ‌او: د افغانستان سېلاب‌ځپلې سیمې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا لري

7-wells-angela_herat-rrt-covid_1

د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان سېلاب‌ځپلو سیمو کې زیانمنې شوې کورنۍ د ښځینه روغتیايي کارکوونکو خدمتونو ته اړتیا لري.

دغه سازمان سه‌شنبه، غويي ۲۵مه په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې د وروستیو سېلابونو راوتو له امله، ښځو او ماشومانو ته تر نورو ډېر زیان رسېدلی او له همدې امله هر روغتیايي ټیم ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا نړیوال سامان د رپوټ یوه برخه کې راغلي: «ګڼو کورنیو ته د سېلابونو راوتو له امله زیان رسېدلی، له همدې امله هر روغتیايي ټیم ښځینه صحي کارکوونکو ته اړتیا لري. د روغتیا نړیوال سازمان او همکاره بنسټونو تراوسه بغلان او تخار ولایتونو کې ۲زره او ۴سوه سېلاب‌ځپلو سره مرسته کړې. دغه مرستې ۸۴۰ ښځو، ۵۵۱ نارینه، ۵۹۹ نجونو او ۴۱۰ هلکانو سره شوې.»

بغلان او تخار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له کبله یوشمېر زیانمنې شوې کورنۍ وايي، خپلو سیمو کې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته لاسرسی نه‌لري.

د بغلان د بُرکې ولسوالۍ د «فلول» سیمې اوسېدونکي سیف‌الله وویل: «ښځینه ډاکټرې نشته، نارینه ډاکټران شته او ښځې راځي چې نارینه ډاکټران یې درملنه وکړي.

د تخار د اشکمش ولسوالي «د چشمه ماهیان» سیمې اوسېدونکي خال‌محمد محمودي وویل: «ښځینه ډاکټرانې او قابله‌ګانې پخوا هم نه‌وې او اوس هم ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې راځي، یوازې د نارینه‌وو درملنه کوي او ښځو ته رسېدنه نه‌کېږي.»

د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، سېلاب‌ځپلو سیمو کې ښځینه او نارینه روغتیايي کارکوونکې شته او خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د دغه وزارت ویاند شرافت‌ زمان امرخېل وویل: «البته دې برخو کې داسې نه‌دی چې هېڅ ښځینه ډاکټره دې نه‌وي، خو زموږ روغتیايي ټيمونه د سېلابونو له امله زیانمن شوي، خو ښځینه او نارینه روغتیايي کارکوونکي دا مهال د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په حال کې دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد یوې خبري غونډې ته ویلي و، افغانستان د ښځینه ډاکټرانو کمښت سره مخ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام