Asset 1SWN

سلام وطندار

اوچا: ۱۴.۴ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري

روغتیايي مرکز

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په ۲۰۲۶کال کې شاوخوا ۱۴ میلیونه او ۴۰۰زره کسان په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

اوچا نن پنج‌شنبه، د سلواغې ۹مه (د جنورۍ ۲۹مه)، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له دې شمېر کسانو څخه به نږدې ۷ میلیونه او ۲۰۰زرو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو له مخې، د روغتیايي خدمتونو اړمنو کسانو له ډلې ۵۴سلنه ماشومان، ۲۴سلنه ښځې او ۱۰سلنه معلولیت لرونکي کسان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اوچا همدارنګه ویلي چې د یادو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره شاوخوا ۱۹۰.۸ میلیونه امریکایي ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.

دا شمېرې داسې مهال خپرېږي چې تر دې وړاندې ملګروملتونو اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري؛ هغه وضعیت چې د هېواد د روغتیايي او خدماتي بنسټونو پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام