Asset 1SWN

سلام وطندار

څرخ لوبډلې د لوګر د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیاليو اتلولي وګټله

40d310c2-1bb9-4f72-97bc-d0080cf1c796

د لوګر د بدني روزنې او سپورت ادارې مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ولایت په کچه د ۳۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، یاده سیالي چې تېره اوونۍ په مرکز پل‌علم کې د «پسرلي جام» په نوم پیل شوې وې، د څرخ ولسوالي والیبال لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، په دغه سیالیو کې لومړي مقام ګټوونکې لوبډلې ته ۱۵ زره افغانۍ، دوېم مقام ګټوونکې لوبډلې ته ۱۰ زره افغانۍ او درېم مقام ګټوونکې لوبډلې ته ۵ زره افغانۍ نغدي ډالۍ ووېشل شوې.

نعیم زي زیاته کړه،« له دغه سیالیو جوړیدو څخه یې موخه والیبال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او د هغوي ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول وو.»

د جوړو شویو سیالیو یوه لوبغاړي احمدولي سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي وشوې.

هغه زیاته کړه، دا ډول سیالي کولای شي چې د والیبال لوبغاړو ترمنځ پياوړي اړیکې رامنځته کړي او دغه سیالي دې ولسوالیو ته هم وغځول شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم د لوګر بدني روزنې او سپورت ادارې له لوري د هیواد پنځه ولایتونو په کچه د بوکسینګ یو ورځینۍ سیالي جوړې شوې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام