Asset 1SWN

له پاکستانه هېواد ته راوړل کېدونکې وسلې نيول شوي

IMG-20251119-WA0020

د پکتیا امنیه قومنداني مسوولان وايي چې چې په ډنډه پټان ولسوالي کې امنیتي منسوبینو له لوري د خپلو کره کشفي معلوماتو او همغږو عملیاتو په ترڅ کې يوشمېر وسلې چې افغانستان ته راوړل کېدې نيولې دي.

د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ سلام‌وطندار ته وويل چې په يادو نيول شويو وسلو کې ٣٤ میله توپانچې، ۴ میله M4  ټوپک، ۴ میله کلاشنکوف ټوپک، ۱ میل کرینموف او ۱ میل ایم‌‌پور ډوله توپانچه شامل دي.

دغه وسلې له ګاونډي پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېداې چې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او نیول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ځدراڼ وويل چې سیمې ته د امنیتي ځواکونو تر رسېدو وړاندې د یادو وسلو قاچاق کوونکي په تېښته بریالي شوي، خو د نيولو هڅه یې روانې دي.

پکتیا کې له دې وړاندې هم د امنیتي ځواکونو له لوري وسلې او پوځي مهمات نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام