د خوست امنيه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، يوه اندازه وسلې او مهمات نيولي دي.
د خوست امنيه قومنداني څخه نن یکشنبه، لړم ۱۳مه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د تېرې يوې مياشتې پرمهال دغه وسلې او مهمات ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو له لوري د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه وسلو کې ۵ ميله کلاشينکوف، يو ميل راکېټ، يو ميل پيکا، زرګونه فايره د کلاشينکوف مرمۍ، يو اندازه د دهشکې او پيکا مرمۍ، مخابرې، لاسي بمونه او نور بېلابېل مهمات شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، د يادو وسلو او مهماتو په تور شپږ کسان هم نيول شوي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې څه موده وړاندې هم د دغه ولايت امنيتي ځواکونو بېلابېلې سپکې او درنې وسلې، زرګونه فايره بېلابېل ډوله مرمۍ او ګڼشمېر نور پوځي توکي نيولي وو.