د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ځینو شخصي محافلو کې ویلي چې غواړي له ایران سره د «اوږدې جګړې» څخه ډډه وکړي او هیله لري چې په راتلونکو څو اوونیو کې دا جګړه پای ته ورسوي.
وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټرمپ جګړه وروستیو پړاوونو ته نږدې بولي، خو تراوسه یې د ختمولو لپاره روښانه او عملي لارې نهلري او د سولې خبرې لاهم په لومړیو پړاونو کې دي.
د راپور له مخې، ټرمپ کله ناکله خپل پام کورنیو موضوعاتو ته اړوي له هغې ډلې د منځمهاله ټاکنو او اقتصادي وضعیت چې دا ښيي جګړه د نوموړي د سیاسي لومړیتوبونو لپاره یوه ننګونکې موضوع ګرځېدلې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپور زیاتوي: «په ستراتیژیکه کچه، ټرمپ د دوو لارو ترمنځ تګ راتګ کوي: له یوې خوا د دیپلوماتیک حل نښې لیدل کېږي او له بلخوا پر ایران پوځي فشار زیات شوی چې پهکې منځني ختیځ ته د نورو ځواکونو لېږل هم شامل دي.»
ټرمپ ګواښ کړی که کومه هوکړه ونشي، بریدونه به زیات کړي، خو د ځمکنيو ځواکونو د لېږلو په اړه، د احتمالي تلفاتو له امله، محتاط ښکاري.
همدارنګه داسې نظریې هم مطرح شوي چې کېدای شي امریکا د یوې هوکړې په چوکاټ کې د ایران د تېلو سرچینو ته لاسرسی ومومي، خو لا تراوسه کوم مشخص پلان نه دی وړاندې شوی.
د جګړې پای یوازې د ټرمپ په واک کې نه دی. ایران تراوسه مستقیمې خبرې رد کړي او داسې احتمال شته چې د هرمز تنګي ګډوډي دوام وکړي چې دا به کړکېچ اوږد کړي.