د میدانوردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې دغه سیالیو کې د میدانوردګ په ګډون د یوشمېر نورو ګاونډيو ولایتونو پياوړو لوبغاړو هم ګډون کړی وو.
د میدانوردګ د بدني روزنې او ورزش امریت امر ذبېحالله وهاج سلاموطندار ته وویل، په یاو سیالیو کې چې درې ورځې دوام وکړ، ۱۲ غوره لوبډلو ګډون کړی وو.
نوموړي زیاته کړه، د سیالیو په پایلوبه کې «میدان اتلان» د «ذبیحالله محمدي» پر وړاندې ډګر ته ښکته شول چې میدان اتلان والېبال لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالۍ لوبډلې ته ماته ورکړي او اتلولي خپله کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
وهاج زیاته کړه، دغه سیالي د والیبال د ودې، د ځوانانو د تشویق او د ولایتونو ترمنځ د ورورولۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په هدف ترسره شوې دي.
د جوړ شویو سیالیو ګډونوالو هم خوښ دي چې د والیبال فدراسیون له لوري د والیبال ستره سیالۍ جوړه شوې وه، خو ټینګار کوي چې ورزشکارانو ته دې د والیبال برخه کې لازیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.