په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولان وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال دغه روغتون ته پر خوارځواکۍ اخته لږ ماشومان د درملنې لپاره وروړل شوې دي.
یاد روغتون ته پر خوارځواکۍ اخته ګڼشمېر ناروغان مراجعه کوي، خو سږکال یې په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد روغتون کې د ماشومانو برخې مسوول داکتر محمدصدیق سلاموطندار ته وویل، د تېرکال په وروستیو نهو میاشتو کې ۲۲۶۲هغه ماشومان وروړل شوي چې پر خوارځواکۍ اخته وو او روغتون کې يې درملنه شوې.
خو د نوموړي په وینا، په دې موده کې له یاد شمېر څخه ۸۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي چې روان کال تراوسه پر خوارځواکۍ اخته ۱۳۸۴ماشومان بستر شوي او ۶۸ ماشومانو ژوند بایللی دی.
هغه وویل: «پروسږکال موږ ۹ میاشتو کې ۲۲۶۲ ناروغان بستر کړې وو چې متاسفانه په هغو کې ۸۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، خو روان کال تر دامهاله یې ۱۳۷۴ چې تقریبا د هغه نیمه جوړوي، ماشومان بستر کړي چې دغې جملې څخه ۶۸ یې په حق رسېدلی دي. سږکال لږ دي. د هغې وجه دا ده چې د یونېسف او ډبلیوایچاو لهخوا په ولسوالیو کې د صحت عامې په رهنمایي باندې په هغه سپینو ساحو کې چې روغتونونه نه و، هلته مبایل ټیمونه جوړ شوې دي.»
ګل شیرینه چې میرویس حوزوي روغتون ته یې خپل لمسی د درملنې په موخه راوړی، وايي، د بېوزلۍ او بشپړو غذايي موادو نشتون له امله يې لمسی پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.
هغې وویل: «دا د نیستۍ علامه ده. پلار یې مسکین دی، پوروړی دی. ټوکر ټوکر (غریب) دی. د خدای په نامه که درواغ وایم، همداسې کیسه ده. دا اوس د لوږې او بيبختیه ورپېښه ده، کوچنی مو دا شپږ اووه میاشتې کېږي چې هېڅ نهجوړیږي. یو پلار مو پاکستان ته بېولی وو، بیا هلته کلینیکان وو، هغو راته وویل ته یي دلته بوځه، دلته ډاکتران هم راغله ویل، دا مو دا کلمې په ډیرو ډوډیو ور شړولي دي…»
فاطمې بیا د روزګان څخه خپل زوی دتداوۍ په موخه یاد روغتون ته را ویستی، دا نه پوهیږي چې ولي یې زوی په خوارځواکۍ اخته شوی، دوی له روغتیاپالانو هیله لري چې د اولادونو درملنې ته يې ډېره پاملرنه وکړي.
فاطمه وايي: «دا اول وار چې پیدا شو د کار نهوو دا پوست پر وچ وو. د نس درد او قبض یې درلوده. د قبض څخه هلک دغه رقم شو. شفاخانې ته راغلم ۱۵ ورځې مې تېرې کړې. بیا پنځه ورځې سم وو. پنځمه ورځ په استفراق او امل (ناست ناستي) اخته شو، اوس دغه رقم دی.»
د ماشومانو متخصصه ډاکټره عاطفه وايي، که څه هم ماشومانو کې د خوراځواکۍ رامنځتهکېدل بېلابېل عوامل لري، خو په وینا یې، یو لامل يې داهم دی چې ځینې کورنۍ، ښځینه اولاد ته د نارینه اولاد په پرتله د تغذیې پر مهال ډېره پاملرنه نه کوي.
ډاکتره عاطفې وویل: «خوارځواکي ټوله تغذیه خرابه وي. سمه تغذیه یې په کور کی نهکېږي. مور یې سمه تغذیه نه ورته کوي او سمه یې نهساتي. هغه مریضان ټول خوارځواکي کېږي. خو هغه بیا اوس ځینې ښځې کوښښ کوي چې لور یې وي، هغې ته شدې نهورکوي او که زوی یې وي، هغه بیا ښه ساتي. یعني زموږ في میل ناروغان بېخي ډېر دي.»
باید وویل شي چې کندهار کې روغتیايي مسولین په داسي حال کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې د کموالي خبره کوي چې افغانان تر بل هر وخت ډېر له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، زیاتره کورنۍ خوراکي توکي په سختۍ پیداکوي، نړیوالو مرستندویه ادارو او ملګرو ملتونو پر اوسني وضیعت داندېښنې ترڅنګ په دې ورستیو کې ویلي چې د راتلونکو ۶ میاشتو لپاره د افغانانو سره د مرستې په موخه سلګونه میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.