مکسیکو کې د نشهيي توکو د یوه لوی قاچاقکوونکي له وژلو وروسته د دغه هېواد ولسمشره کلاوډیا شینباوم (Claudia Sheinbaum) هڅه کوي چې د هېواد په کچه د خلکو اندېښنې راکمې کړي.
د یاد قاچاقکوونکي له وژلو وروسته په مکسیکو کې د نشهيي توکو اړوند ډلو تاوتریخوالی زیات شوی دی.
شینباوم ویلي: «اوس تر ټولو مهمه دا ده چې د ټول ولس امنیت او سوله تضمین شي.» هغې زیاته کړې چې له دغو پېښو وروسته وضعیت بېرته ښه شوی او مکسیکو ارامه شي.
د مکسیکو د امنیت وزیر عمر ګارسیا هارفوچ (Omar Garcia Harfuch) یوې خبري غونډې ته ویلي چې د جالیسکو (Jalisco) په ایالت کې له جنایي ډلو سره په نښتو کې د ملي ګارد لږترلږه ۲۵ سرتېري وژل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په عملیاتو کې وژل شوی کس نیمیسیو اوسېګېرا (Nemesio Oseguera)چې د «ال منچو» په نوم پېژندل کېده، د جالیسکو نوي نسل کارټل (Jalisco New Generation Cartel) مشر و.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې مکسیکو د امریکا له زیات فشار سره مخ دی، څو د نشهيي توکو پر شبکو سخت اقدامات وکړي.
شنونکي وايي، د کارټل د مشرانو وژلکېدل ډېری وخت د واک تشه رامنځته کوي چې نورې ډلې یې د تاوتریخوالي له لارې د ډکولو هڅه کوي. د همدې عملیاتو وروسته، په بېلابېلو سیمو کې سړکونه بند وي او غچ اخیستونکي بریدونه رامنځته کېږي.