Asset 1SWN

سلام وطندار

ونزویلا او اوکراین د فوټسال نړیوال جام کوارټرفاینل کې لوبېږي

afghanistan-hy-vong-2-5381.jpg

د فوټسال نړیوال جام په کوارټرفاینل پړاو کې نن دوه لوبې کېږي چې مراکش له برازیل او ونزویلا له اوکراین سره مخ دی.

لومړۍ لوبه چې د مراکش او برازیل ترمنځ ده، د افغانستان پر وخت نن «یکشنبه، سپټمبر ۲۹مه» مازدیګر ۵ بجې به پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سیالي به د اوزبیکستان د بخارا ښار په «بخارا یونېورسل سپورټس کمپلېکس لوبغالي» کې ترسره شي.

په ورته مهال له دې سیالي سره به هم‌مهاله د کوارټرفاینل پړاو دویمه لوبه کې ونزویلا له اوکراین سره سیالي وکړي. ټاکل شوې چې یاده لوبه نن مازدیګر ۵ بجې، د اوزبیکستان د تاشکند په هوموارېنا لوبغالي کې پیل شي.

د دواړو سیالیو ګټونکې لوبډلې به د روان فوټسال نړیوال جام نیمه پای‌لوبې ته لاره ومومي. دغه سیالي د اوزبیکستان په کوربه‌توب روانې دي چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله هم په‌کې په لومړي ځل ولوبېده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغان لوبډلې د روان جام ۱۶ غوره لوبډلو ته لاره پیدا کړه او د پاراګوای پر وړاندې له ښې لوبې وروسته، له دغه جام ووتله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام