د اوزبیکستان په کوربهتوب نن شنبه، وږي ۲۴مه د فوټسال نړیوال جام لوبې پیل شوې چې د افغانستان په ګډون پهکې ۲۴ لوبډلې برخه لري.
دغه جام چې سږکال یې، لسم پړاو دی، لومړی لوبه یې، د کرواشیا او ټایلنډ لوبډلو ترمنځ وشوه. یادې لوبې به د تلې میاشتې تر ۱۵مې دوام ولري.
افغان فوټسال د لومړي ځل لپاره دې لوبو ته لاره موندلې او ټاکل شوې چې خپله لومړۍ لوبه کې سبا یکشنبه، وږي ۲۵مه له انګولا لوبډلې سره سیالي وکړي.
افغانستان په سي ډله کې له انګولا سربېره، ارجنټاین، امریکا او اوکراین سره یوځای دي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي په دې اړه سلاموطندار ته وویل: « د افغانستان فوټسال لوبډلې چې دوستانه سیالیو، کانټېننټال او اسیا ملتونو سیالیو کومه تجربه ترلاسه کړې، نړیوال ته راغلې او انشالله چې ښې لاستهراوړنې به ولري.»
د معلوماتو له مخې، د فوټسال په یاد نړیوال جام کې له ۱۸کلونو د کم عمره اتو لوبغاړو په ډله کې څلور لوبغاړي یې، د افغانستان ملي لوبډلې دي. د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي وايي چې دې سیالیو ته یې، چمتووالی نیولی دی.
د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي جواد صفري خپرو شویو خبرو کې، هغه وايي، «ښه انګېزه لرو، څو دې لوبو کې وځلېږو او خلکو ته ډاډ ورکوم چې خپله ټوله هڅه کوم چې د انګولا، ارجنټاین او اوکراین پر وړاندې ښې لوبې وکړو.»
د یادونې وړ ده چې د فوټسال سږني نړیوال جام کې ۲۴ لوبډلې پر شپږو ډلو وېشل شوي چې هره ډله کې به څلور لوبډلې له یوه بل سره سیالي وکړي.