د راپورونو پر اساس، د امریکا متحده ایالات تمه لري چې منځني ختیځ ته زرګونه نور سرتېري واستوي.
یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، ټاکل شوې چې پنټاګون منځني ختیځ ته له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې سرتېري واستوي.
د سرچینې په وینا، ایران ته د پوځیانو د لېږلو په اړه کومه پرېکړه نهده شوې، خو دغه ځواکونه به سیمه کې د راتلونکو احتمالي عملیاتو لپاره ظرفیتونه لوړ کړي.
خو دا نه دي ویل شوي چې یاد ځواکونه به په منځني ختیځ کې چېرته او کله سیمې ته ورسیږي.
منځني ختیځ ته د اضافي ځواکونو له استولو وړاندې، سیمه کې ۵۰ زره امریکایي سرتیري ځای پر ځای شوي.
دا داسې مهال دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د برښنا فابریکو بمبارولو ګواښونه ځنډولي او ویې ویل چې له ایران سره “ګټورې” خبرې شوي دي.
خو ایران بیا امریکا سره هر ډول خبرې رد کړي دي.