Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې بې‌موسمه اورښتونه به د انارو او انګورو حاصلاتو د کمېدو لامل شي

1E261A96-ACD0-4665-851E-817C47C17161_cx9_cy0_cw81_w1200_r1

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، وروستیو بې‌موسمه اورښتونو د کښتونو تر څنګ، بڼونو ته هم زیان اړولی او سږ کال به د انارو او انګورو حاصلات د پخوا په پرتله د پام وړ کم وي.

بې‌موسمه اورښتونو د کندهار په ژېړۍ، معروف او خاکرېز ولسوالیو کې د انګورو او  انارو بڼونو ته زیانونه اړولي دي. د دغه ولایت د کرنې ریاست د اټکل له مخې، سږ کال به د انارو حاصلات ۱۵ سلنه او د انګورو هم ۳۵ سلنه کم شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د  کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو کارپوه ایمل حکیمي وايي: «د انارو حاصلات له لس تر پنځلس سلنه پورې کم شوي او د انګورو حاصلات شاوخوا ۳۵ سلنه کم شوي دي.»

په ورته وخت کې یوشمېر بڼوال وايي، سږ کال د اورښتونو پر مهال که څه هم د کرنې لپاره اوبه ډېرې شوي، خو د بې‌موسمه بارانونو اوبو د کروندګرو کښتونو او بڼونو ته ډېر زیان اړولی دی.

د دوی په خبره، تمه نه لري چې بڼوال دې سږ کال د حاصلاتو پر مهال خپل کړي لګښتونه هم پوره کړي. دوه بڼوال علي‌احمد او محب‌الله په دې اړه وايي:

«سږ کال موږ په طبیعي کرنیزو اوبو شاوخوا لس ځله خپل باغونه خړوب کړي دي؛ نږدې یوه‌نیمه میاشت یې د ویالې وړیا اوبه لرلې، د مېوو کیفیت ته ښې وې.»

«د برمې اوبه د انګورو د ونو لپاره دومره ګټورې نه‌دي څرنګه چې د ویالې اوبه ګټورې دي، خو سږ کال بیا هم د انګورو ونو لږ انګور نیولي دي.»

 د کروندګرو په خبره، د دې ترڅنګ چې هر کال يې د بېلابیلو لاملونو له امله کښتونو او بڼونو ته زیان رسېږي، د حاصلاتو پر مهال هم په بازارموندنه کې ستونزې لري او همدا لامل دی چې په نیمه بیه محصولات پلوري او ډېر کله له اقتصادي اړخه زیان ویني.

سلام‌‌وطندار پر  اېکس هم وڅارئ

کندهار کې د کرنې ریاست د مسوولانو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې پر ۳۵ زره هېکټاره ځمکې د انارو او انګورو بڼونه جوړ شوي چې په کلني ډول کابو ۵۰۰ زره ټنه حاصلات ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام