د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې بېګاه شپه د محمداغې ولسوالي په «برګ» کلي کې ناپيژنده کسانو یو ښوونکی په ډزو وژلی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته د یاد خبر د تایید ترڅنګ ویلي، دغه ښوونکي د خوښۍ ولسوالي په مڼۍ ښوونځي کې دنده لرله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
انس زیاته کړه چې یاد ښوونکی هغه مهال د ناپيژنده کسانو له لوري وژل شوی کله چې د شپې پرمهال پر خپله کرونده کې د اوبو پر لګولو بوخت و.
د نوموړي په وینا، تراوسه د وژل شوي ښوونکي په تړاو څوک نهدي نیول شوي، خو امنیتي ځواکونو خپلې پلټنې پيل کړي دي.
باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم د لوګر په مرکز پلعلم او په څرخ ولسوالي کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان د ناپيژنده کسانو له لوري په ډزو وژل شوي وو.