Asset 1SWN

یوناما روزګان کې کوچنیو کاروباریانو ته د پور ورکړې پروژه پیلوي

IMG-20240124-WA0054

د سوېل زون لپاره د یوناما استازي الېکس کوول روزګان کې د سوداګرۍ خونې له مسوولانو سره لیدنه کې ویلي چې نږدې راتلونکې کې به دغه ولایت کې د کوچنیو کاروباریانو لپاره د پور ورکړې پروژه پیل کړي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان بانک سره یې ګډې هڅې پیل کړي، څو یاد ولایت کې له دې لارې خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

الېکس کوول دې لیدنه کې ټينګار کړی چې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ برخه کې د شته ستونزو هوارولو هڅه وکړي.

بل‌خوا د روزګان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس حبیب‌الله عمر د یوناما له پلاوي سره لیدنه کې غوښتني چې د یاد ولایت کروندګرو سره د بدیل کښت برخه کې همکاري او مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هغه په وینا، روزګان د پانګونې برخه کې د برښنا نشتون لویه ستونزه ده او په وینا یې، د دې ستونزې په هوارېدو سره به پانګونې ته زمینه برابره او وزګارتیا به ورسره راکمه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام