Asset 1SWN

یوناما: له زده‌کړو د نجونو محرومیت به افغانستان په نړیواله کچه منزوي کړي

231300

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» وايي چې افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو دوامداره محرومیت به دغه هېواد په نړیواله کچه منزوي کړي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا دغه څرګندونې نن «چهارشنبه، سلواغې څلورمه» د ښوونې نړیوالې ورځې په تړاو په یوه ویډیويي پیغام کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا دې ویډیويي پیغام کې چې د یوناما پر ایکس‌پاڼه خپور شوی، ویلي، د نجونو تعلیم نه‌یوازې د لوېدیځو هېوادونو غوښتنه ده، بلکې اسلامي هېوادونو یې هم غوښتونکي دي.

اوتنبایوا دې ویډیو کې ویلي: «افغانستان کې تعلیم او تربیه یو مهم حق پېژندل کېږي. دا د افغانستان راتلونکې لپاره یو اساس دی، د نن او سبا ستونزو سره د مبارزې لپاره تعلیم او تربیه لازمي ده. افغانستان کې واکمن چارواکي باید ټولو ته دا حقوق ورکړي، اوسني دریځ باندې ټينګار به ټولو افغانانو ته زیان ورسوي او افغانستان له اسلامي او نړیوالې ټولنې منزوي کوي.»

یوناما داسې مهال افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو ټینګار کوي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې له زده‌کړو منع شوي دي.

د هېواد لرې پرتو سیمو کې یوشمېر زده‌کوونکې او د هغوی کورنۍ شکایت کوي چې باکیفیته ښوونې او روزنې ته لاسرسی نه‌لري.

د غور مرکز فېروزکوه ښار کې یوه زده‌کوونکي سیدعالم سلام‌وطندار ته وویل، د باتجربه ښوونکو او امکاناتو نه‌شتون له امله له غوره زده‌کړو محروم شوې دي. «شپږم ټولګي کې یم، مېز او څوکۍ شته، ښوونکي راځي، خو سم تدریس نه‌کوي. ورځو مو تېرېږي، شپږ کاله کېږي چې زده‌کړې کوو، خو لوستل او لیکل مو زده‌ نه‌کړل، یو ښه ښوونکی دې راولېږي چې څه ترې زده‌کړو کړو.»

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف هم د ښوونې نړیوالې ورځې په مناسبت د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان کې د ښوونې پر وړاندې د جدي ننګونو خبرداری ورکړی دی. دغه بنسټ ویلي، افغانستان کې تر نیمايي ښوونځي د څښاک اوبه او تشنابونه نه لري.

د یونېسف راپور کې ویل شوي چې دویم او درېیمو ټولګیو کې یوازې ۱۳سلنه زده‌کوونکي د لوستلو مهارتونه لري، داسې حال کې چې روان میلادي کال د افغانستان لومړنیو ښوونځیو کې ۲۰۰زره نویو زده‌کوونکو نوملیکنه کړې.

د دې ټولو ترڅنګ، د ا.ا سرپرست حکومت مسوولان وايي، د ښوونې معیاري کولو او پر وړاندې یې د ننګونو د له‌منځه وړو لپاره هڅې کوي. د دوی په وینا، د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیسو پر طرحې هم کار روان دی.

د سرپرست حکومت ویاند ذ.بیح‌الله م.جاهد سلام‌وطندار ته وویل: «ا.ا هڅه کړې چې ټول هېواد کې مدرسې او ښوونځي پراختیا پیدا کړي، هڅه یې کړې چې ولسوالیو او کلیو کې لېسې او ښوونځي جوړ کړي. د علومو سمونې برخه کې ښه بدلونونه راغلي او هڅه شوې چې علوم د کیفیت له اړخه او نړیوالو معیارونو سره سم واوسي. نیمګړتیاوې به له‌منځه ځي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د پوهنې وزارت د شمېرو پر بنسټ، روان لمریز کال د هېواد په کچه څه باندې ۱۱میلیون او ۵سوه زره زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت وو چې له ډلې څخه یې شاوخوا څلور میلیونه او ۲۴زره نجونې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام