Asset 1SWN

یوناما: هېواد کې به د زده‌کړو ۷۰زره محلي ټولګي جوړ شي

1dee54d7-fbfa-4deb-b938-12f4371bad02

افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړې استازې روزا او تنبایوا لوګر ته د یوه سفر پرمهال ویلي، د افغانستان په لروپرتو ولایتونو کې به ۷۰زره محلي ټولګي جوړ شي.

نوموړې زیاته کړه چې دغه ټولګي کې به د یوشمېر نړیوالو همکارانو په ملاتړ له زده‌کړو پاتې ماشومانو او لویانو ته پرانېستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اوتنبایوا په دې لیدنه کې د خپل ماموریت سربېره په هېواد کې د روغتیا، پوهنې او چاپېریال ساتنې د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغې  ټینګار کړی، هڅه کوي د روغتیا، پوهنې او بشري مرستو برخه کې افغانانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

بل‌خوا د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم اړوند ادارو په ټول توان سره هڅه کړې چې د شته اسانتیاو په لرلو سره ولس ته اساسي خدمتونه وړاندې کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه همدارنګه زیاته کړه، هېواد کې د وروستیو څلورلسیزوجګړو له امله لوي زیان افغانانو ته اوښتی او نړیوالو ته په‌کار دی چې د افغانانو هر اړخیز ملاتړ وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام