افغانستان لپاره د ملګروملتونو سیاسي استازولي (یوناما) اعلان کړی چې د ملګروملتونو امنیت شورا به په روانه اوونۍ کې د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي.
یوناما نن یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه (دسمبر ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه غونډه به د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ جوړه شي او د کابل پر وخت به ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د معلوماتو له مخې، تمه ده چې جورجت ګانیون، د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او مرستیاله او د یوناما د سیاسي برخې سرپرسته، د افغانستان د سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه امنیت شورا ته خپل تازه راپور وړاندې کړي.
امنیت شورا تر دې وړاندې هم یادونه کړې وه چې دغه راپور به د افغانستان اوسني شرایط، چلنجونه او بشري اړتیاوې په تفصیل وڅېړي.