Asset 1SWN

سلام وطندار

د ملګروملتونو سرمنشي غزه کې وژنې او ویجاړي کم‌سارې بللې

ګوترش

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسراییلو له لوري د غزې ښار د احتمالي اشغال پر پلان سخته اندېښنه څرګندې کړې او هغه یې د یوې نوې او خطرناکې مرحلې پیل بللی دی.

نوموړي پر ټولنیز شبکه «ایکس» لیکلي: «غزه یو ځل بیا له مرګونو تنشونو سره مخ ده. د اسراییلو اعلان چې غواړي د غزې ښار اشغال کړي، د یوې نوې او خطرناکې مرحلې نښه ده.»

د ګوترش په وینا، که دا اقدام عملي شي، د یوې سترې بشري فاجعې لامل به شي؛ ځکه په وینا یې، اوس هم د غزې شاوخوا دوه میلیونه اوسېدونکي د خوراکي توکو، اوبو، برښنا او درملو له سختې کمي سره مخ دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره عاجل ګامونه پورته کړي او پر اسراییلو فشار راوړي، څو له اشغال او پراخو نظامي عملیاتو ډډه وکړي.

د ملګروملتونو د شمیرو له مخې، د روانې جګړې له پیله تراوسه لسګونه زره فلسطینیان وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

نړیوال بشري بنسټونه هم خبرداری ورکوي چې د غزې د ښار هر ډول اشغال به د ملکي وګړو پر ژوند مستقیم اغېز ولري او د بشري ناورین کچه به څو چنده زیاته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام