د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې په ټوله نړۍ کې ۲۸۱ مرستهرسوونکي وژل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه سازمان بشردوستانه څانګې په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس یې خپره کړې، لیکلي چې ۲۰۲۴ کال د مرستهرسوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
د یاد سازمان په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «بشردوستانه کارکوونکي په بېسارې توګه او چټکۍ سره وژل کېږي. د هغوی زړورتیا او انسانیت په مرمۍ او بم موخه ګرځول شوي دي.»
ملګرو ملتونو د مرستهرسوونکو پر خوندیتوب او ساتنې ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د وژل شویو هغو عاملان دې محاکمه شي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د مرستهرسوونکو پر وړاندې تر ټولو ډېر ګواښ په غزه، اوکراین، سوېلي سوډان، یمن او افغانستان کې دی چې باید پای ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې، په تېر زېږدیز کال کې له ۲۰ ډېرو هېوادونو کې ۲۸۰ مرستهرسوونکي وژل شوي وو.