Asset 1SWN

د متحده عربي اماراتو پانګه‌وال او سوداګر کابل کې کنفرانس جوړوي

GqRPhgmWsAI92vd

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي او د دغه هېواد پانګوالو سره ليدلي.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د متحده عربي اماراتو پانګه وال غواړي په کابل کې سوداګریز کنفرانس جوړ کړي.

د دغه سوداګریز کنفرانس د ترسره کېدو نېټه نه ده مشخصه شوې، خو خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کنفرانس کې به د افغانستان لپاره پر هغو پروژو خبرې وشي چې اقتصادي پرمختګ ورسره رامنځته کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي ملا برادر سره کتنه کې ویلي چې غواړي په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ او سړکونو جوړولو برخه کې هم پانګونه وکړي.

په یاده ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام