Asset 1SWN

بهرنیوچارو وزارت: هیله ده د امریکا راتلونکې اداره واقع‌بینانه ګامونه پورته کړي

بهرنیو چارو وزارت

بهرنیو چارو وزارت وايي، هیله لري چې د امريکا راتلونکې اداره واقع‌بینانه گامونه پورته کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځته شي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «ا.ا د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي‌، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همداراز د سرپرست حکومت او امریکا ترمنځ د دوحې شوې هوکړې ته هم اشاره کړې او په وینا یې، دغه هوکړه د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې ا.ا تمه لري «ټرمپ به سيمه او نړۍ کې روانې جگړې، په ځانگړې توگه، غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام