د کاپیسا ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت «عليخېل هروکي سفلا» سیمه کې دوه ځوانان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي او ژوند یې بایللی.
د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز نن (شنبه، اسد ۲۵) سلاموطندار ته وویل، پېښه تېره ورځ غرمه مهال شوې او دواړو ځوانانو ۲۲ او ۲۱ کاله عمر درلود چې د کاپیسا د مرکز اصلي اوسېدونکي وو او دامهال یې کابل کې ژوند کاوه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، د دواړو جسدونه نن سهار د سیمې اوسېدونکو په همکارۍ د امنیتي ځواکونو له لوري له اوبو را اېستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي.
د یادونې ده چې روان کال د کاپیسا صیاد سیند کې د لامبو وهلو پرمهال شاوخوا ۲۰ کسان اوبو ډوب کړي او ژوند یې بایللی دی.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په نورو سیمو کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو خلک ډوب کړي او مړه شوي دي.