Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې حج او اوقاف وزارت ته د هدیرې لپاره دوه زره جریبه ځمکه وسپارل شوه

کندهار

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پربنسټ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کندهار ښار په عینومېنه ښارګوټي کې شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه د هدیرې لپاره د حج او اوقاف وزارت ته سپارل شوې ده.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ځمکو د وېش رییس مولوي سیدمحمدسعید او د اوقافو رییس مولوي حمدالله اخندزاده ګډون کړی وو. دواړو چارواکو د ځمکې د لیږد تړون لاسلیک کړ.

مولوي سید محمد سعید د غونډې پرمهال وویل: «موږ د مشرتابه د حکم په اساس دغه ځمکه د هدیرې لپاره ځانګړې کړه او د اوقاف وزارت ته یې وسپارله، څو د کندهار د خلکو اړتیاوې پوره شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همداراز د اوقافو رییس مولوي حمدالله اخندزاده زیاته کړه: «دا ځمکه به یوازې د کندهار ښار د اوسېدونکو د هدیرې لپاره وکارول شي او ټول خلک به ورڅخه د مساوي استفادې حق ولري.»

کندهار د هېواد له سترو ښارونو څخه دی چې د نفوس د زیاتوالي او ښاري پراختیا له امله د هدیرې لپاره د نوي ځای اړتیا ورسره زیاته شوې ده. د ښار ډېری پخوانۍ هدیرې له ډکېدو سره مخ دي.

یاده دې وي چې یوه اوونۍ وړاندې هم د اسلامي امارت مشرتابه په سپین‌بولدک ولسوالي کې د ګمرک ریاست لپاره ۱۰۰۴ جریبه امارتي ځمکه ځانګړې کړې وه چې دا د عامه اړتیاوو لپاره د ځمکو د ځانګړې کولو د بهیر یوه برخه بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام