د فاریاب محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالي کې د چاودنې له امله دوه شپانه وژل شوي دي.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمسالله محمدي سلاموطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، چاودنه د ګرزېوان ولسوالي په «منطقه غلبیان» سیمه کې شوې چې له امله یې د حاجيمراد او ګلمحمد په نومونو، ۱۷کلن او ۱۲کلن شپانه پهکې وژل شوي دي.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمسالله محمدي زیاته کړې، یادو شپنو پر یوه ناچاودي ماین لوبې کولې چې چاودنه یې پرې کړې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دغه ناچاودی ماین له تېرو جګړو راهیس یاده سیمه کې پاتې و. له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله ورته پېښې رامنځته شوې دي.