Asset 1SWN

د غور «هریرود سیند» ته د موټر لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي

موټر اوبه سیند

غور کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت «هریرود سیند» ته د یوه پلانکوچ ډوله موټر د لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.

پېښه بېګاه شپه د فیروزکوه ښار د دره قاضي په نوم سیمه کې رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمن بدر سلام‌وطندار ته وویل: «بېګاه شپه یو پلانکوچ ډوله موټر چې له هرات څخه غور ته روان و، د فیروزکوه ښار دره قاضي سیمه کې هریرود سیند ته لوېدلی دی.»

د یادو دوو کسانو جسدونه له سیند رااېستل شوي او روغتون ته لېږدول شوې دي. د غور امنیې قومنداني ویان په وینا، تراوسه معلومه نه‌ده چې دې موټر څو کسان سپاره وو.

د غور امنیتي مسوولانو د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او د سړک خرابوالی په ګوته کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې تر ډېره یې لامل د موټرو چلوونکي بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا ښودل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام