Asset 1SWN

زابل کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوي

IMG_6591

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز «کلات ښار» کې د پولیو یا ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې دي.

 د ګوزڼ دغه پېښې د کلات ښار په رساله او هواشناسي کلیو کې ثبت شوي دي.  سربېره پر دې «دوشنبه، مرغومې څلورمه» زابل کې څه باندې ۲۰۰زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین هم پیل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د زابل د عامې روغتیا د کتلوي معافیت مدیرعبدالغني وویل: «دا د ۲۰۲۳ وروستی کمپیان دی، ۲۰۰زره ماشومان به په‌کې واکسین شي د زابل په مرکز کلات کې د رسالې او هواشناسۍ په کليو کې دوه مثبتي پېښې ثبت شوي دي.»

بل‌خوا د زابل اوسېدونکي دغه ولایت کې د پولیو ضد واکسین کمپاین له پیل څخه خوښي څرګندوي او وايي چې خپلو ماشومانو ته د واکسین ترڅنګ به دې کمپاین کې تر خپله وسه همکاري وکړي.

د زابل یوه اوسېدونکي نجیب سلام‌وطندار ته وویل: «موږ ټولو ته په‌کار ده چې د واکسین برخه کې همکاره واوسو. هغه عام خلک دي، که دیني عالمان یا مخور خلک.»

زابل کې د کوزڼ دوه پېښې داسې مهال ثبتېږي چې د دغه لایت تر څنګ ټولو ولایتونو کې اوس د پخوا په پرتله د پولیو ضد واکسین کمپاین له ستونزو پرته پلی کېږي.

له دې وړاندې په هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ټولې یې په ختیځ ننګرهار ولایت وې.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لاتراوسه په‌کې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له‌منځه نه‌دی تللی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام