د پروان د امنیه قومنداني محلي مسوولان وایي، د دغه ولایت د سیاهګرد ولسوالي امنیتي ځواکونو د جبلالسراج او سیدخېل د امنیتي ځواکونو په همغږۍ، دوه کسان د موټرسایکلونو غلا په تور نیولي دي.
د پروان د امنیه قومنداني ویاند فضلالرحیم مسکینیار سلاموطندار ته وویل، نیول شوي کسان چې د همدې ولسوالیو اوسېدونکي دي، اعتراف یې کړی چې دوه ورځې وړاندې یې له «سرای حاجي کتابخان» اړوند پارکینیګ څخه دوه موټرسایکلونه غلا کړي او یادو ولسوالیو ته یې، لېږدولي وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو د پرلهپسې هڅو وروسته وتوانېدل چې غلا شوي موټرسایکلونه بېرته خپلو خاوندانو ته سپارل شوي دي.
د پروان د امنیه قومنداني ویاند زیاته کړې چې د تورنو کسانو دوسیې د سیاهګرد ولسوالي د جنایي مسوولینو له لومړنیو څېړنو وروسته، د لانورو څېړنو لپاره اړوندو قضایي مراجعو ته استول کېږي.