د میدانوردګ د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت به بېلابېلو ادارو سره په همغږۍ دوهنیم ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي له بازارونو څخه راټول او نن «چهارشنبه، غويي ۱۲مه» یې د یوه ګډ کمېسیون په مخکې وسوځول شول.
د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس انجینیر خانمحمد په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، یاد تاریخ تیري درمل او خوراکي توکي په تېره یوه میاشت کې د مرکز میدانښار له بېلابېلو هټیو او درملتونونو څخه راټول شوي وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه له هټيوالو او درملتونونو مسوولانو څخه وغوښتل چې په خپلو هټيو او درملتونونو کې پر پېردوونکو او ناروغانو تاریخ تېر درمل او خوراکي توکو له پلور څخه ډډه وکړي او که ورته ستونزه ولیدل شي، له مسوول سره به یې قانوني چلند کېږي.
له دې وړاندې هم دغه ولایت کې په وخت تېري درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوې دي.