Asset 1SWN

ترکیې په پکتیا کې په ۳۵۵زره ډالرو یوې مدرسې ته ودانۍ جوړه کړه

مدرسه

د ترکيې يوه خيريه بنسټ د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د ۳۵۵زره امریکایي ډالرو په لګښت یوې دیني مدرسې ته  ودانۍ جوړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پکتيا مرکز ګردېز کې د ترکيې IDDEF خيريه بنسټ له‌خوا په ګردېز ښار کې د شمس‌العلوم په نوم يوې ديني مدرسې ته د ۳۵۵زره امريکايي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې‌اخيستنې ته یې سپارلې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې دیني مدرسې مسوول قاري روح‌الله ابوعبیده وویل چې یاده ودانۍ د ترکیې د یوه خیریه بنسټ او سوداګرو په مرسته جوړه شوې.

د هغه په وینا، په یاده دیني مدرسه کې به تر ډېره د سرپرست حکومت او د تېر نظام یتیم ماشومان به په‌کې زده‌کړې کوي.

نوموړي زیاته کړه، یاده وداني په څلورو پوړونو کې جوړ شوی چې د نهه درسي‌خونو ترڅنګ د لیلې لپاره ۲۸ اطاقونه او نورې اړینې اسانتیاوې په‌کې برابرې شوې دي.

هغه وویل چې یاد ترکیي بنسټ یوازې د ودانۍ جوړولو برخه کې ورسره همکاري کړې او په راتلونکي کې د مدرسې ټول لګښت په خپل شخصي لګښت کوي.

د یادې مدرسې زده‌کونکي بیا خوښ دي چې د زده‌کړو لپاره ورته په اساسي، ډول یوه ودانۍ جوړه شوه او د ودانۍ په جوړېدو سره به د زده‌کړو په برخه کې ورته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې هم د ترکیې هیواد د خیریه بنستونو په مرسته  پکتیا کې یو مسجد او یو دارلایتام جوړ شوي و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام