Asset 1SWN

ټرمپ: که بریالی نه‌شم، نور ځان نه‌ نوماندوم

PALM BEACH, FLORIDA - AUGUST 08: Republican presidential candidate former President Donald Trump speaks during a press conference at Mr. Trump's Mar-a-Lago estate on August 08, 2024, in Palm Beach, Florida. Polls currently show a close race between Trump and Democratic presidential candidate, U.S. Vice President Kamala Harris.  (Photo by Joe Raedle/Getty Images)

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، که نومبر کې د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی نه‌شي، نور به هېڅ‌کله ولسمشر ته ځان نوماند نه‌کړي.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، دی باوري دی چې ولسمشریزو ټاکنو کې به بریالی شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

امریکا کې شوې سروې ښايي چې ډونالډ ټرمپ او د هغه سیاله کاملا هارېس په هغو ایالتونو کې چې د ولسمشر په ټاکلو کې مهمه ونډه لري، یو شان روان دي.

ډونالډ ټرمپ له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۰ کاله د امریکا ولسمشر په توګه ټاکلی شوی و، خو د ۲۰۲۰کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له خپل سیال جوبایډن وروسته پاتې شو او ادعا یې کوله چې ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو سره په لیدنه کې ویلي و، که دی په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی نه‌شي، ښايي درېیمه نړیواله جګړه رامنځته شي.

ټرمپ دې لیدنه کې ویلي: «که موږ په ټاکنو کې بریالي شو، نو کار به ساده وي او هر څه به په چټکۍ سم شي، که بریالی نه‌شو، ښايي منځني ختیځ کې به لویې جګړې رامنځته او ښايي په درېیمې نړیوالې جګړې پای ته ورسېږي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټرمپ دا ژمنه هم کړې، که ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي، ډېر ژر به د اوکراین او روسیې جګړه او غزه کې د اسراییلو روان برید د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام