د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران اسلامي جمهوریت ته خبرداری ورکړی چې د هرمز تنگه ژر تر ژره پرانیزي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل لیکلي چې ایران ته یې د تنگې د پرانیستلو لپاره ۴۸ساعته مهلت ورکړی دی.
هغه زیاته کړې چې که په ټاکلي وخت کې که د هرموز تنګی پرانېستل نه شي، امریکا به د ایران برېښناکوټونه لهمنځه یوسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته، د ایران اسلامي جمهوریت ویلي چې که دا کار وشي، دوی به په منځني ختیځ کې د امریکا اړوند هدفونه په نښه کړي.
د یادونې وړ ده چې د هرمز تنګي پر سر زیاتېدونکي تاوتریخوالي د نړۍ لپاره د انرژۍ د لېږد په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.