پر کونړ او پکتیکا د پاکستان برید؛ یو کس شهید او یو ټپي شوی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې نن د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر ځینو سیمو د هاوان مرمۍ ویشتل شوي دي.

د حمدالله فطرت په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې یو ملکي وګړی شهید شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د ټولګټو وزارت: د بنسټیزو پروژو کارونه بېرته پیلیږي

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي چې د پسرلي له رارسېدو سره، په هېواد کې د بنسټیزو پروژو کارونه بېرته پیلیږي.

حق شناس زیاته کړې، هغه پروژې چې د تېر ژمي پرمهال د سړې هوا او نامناسبو اقلیمي شرایطو له امله په لنډمهالي ډول درېدلې وې، اوس یې چارې بېرته پیلیږي.

ملګري ملتونه: د اوبو ناورین ښځې او نجونې اغېزمنې کړي

ملګروملتونو د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د اوبو نړیوال بحران تر ټولو ډېرې اغېزې پر ښځو او نجونو دي.

یاد سازمان نن په یوه پیغام کې ویلي چې که څه هم د اوبو کمښت ټول خلک اغېزمنوي، خو ښځې او نجونې تر نورو ډېر زیان ویني.