Asset 1SWN

درې اړخیزه ناسته؛ د اذربایجان او اوزبکستان پلاوي کابل ته راغلي

19705183_309

د اذربایجان او اوزبکستان پلاوي د «افغانستان، اذربایجان او اوزبکستان» په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه د سرپرست حکومت په بلنه نن پنج‌شنبه، زمري ۲۵مه کابل ته راغلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د اذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال په مشري او د اوزبکستان د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په مشري پلاوي به دې ناسته کې ګډون وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، په دې درې اړخیزه غونډه کې چې ټاکل شوې په کابل کې جوړه شي، پر بېلابېلو اقتصادي مسایلو خبرې وشي.

نوموړي وویل: «د لاجورد لاره ده چې غواړو بېرته له سره پرې خبرې وشي، ټرانزیټ چې موږ یې، د ترکمنستان او اذربایجان له لارې غواړو اروپا ته؛ نو غواړو چې دا بېرته ازاد شي. په تېرو سفرونو کې مو په دې اړه خبرې کړي، ټوله کې غواړو چې سیمه یو ښه ارتباط ولرو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو په وینا، په دې درې اړخیزه غونډه کې به د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ترانسپورټ او لوژستیکي سکتور پر پراختیا او د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید د پروژې پر تطبیق خبرې وشي.

یوشمېر اقتصادي کارپوهان د دا ډول غونډو د جوړېدو هرکلی کوي او وايي، د افغانستان او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي تعاملاتو زیاتوالی د اقتصادي ودې او په هېواد کې د پانګونې د جلب لامل ګرځي.

د اقتصادي چاروکارپوه امیدالله قاسم‌زی وايي: «له یوې خوا دا کار د اقتصادي پرمختګ په برخه کې خورا مهم دی او له بل لوري کولای شي، افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګې په جریان کې د کار پیداکولو لپاره زمینه برابره کړي او په نهایت کې به د بې‌وزلۍ کچه راکمه کړي او افغانستان کې به د اقتصادي تحرک لامل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سرپرست حکومت له دې سره سره چې نړۍ یې په رسمیت نه‌پژني، تېرو درېوو کلونو کې هڅه کړې، له سیمې او په ځانګړې توګه منځنۍ اسیا سره د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو په پراخولو سره د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام