د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وايي چې په تېر یوه کال کې د کابل-ګردېز پر لویه لاره د ټرافیکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوې دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته وايي چې د تېر یوه کال پرمهال لوګر کې ۱۸۰ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان مړه شوي او شاوخوا سل نور ټپيان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
انس زیاته کړه، یادې ټرافیکي پېښې د کابل-لوګر او لوګر-ګردیز پر عمومي سړک کې د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.
د نوموړي په وینا، د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره یې موټرچلوونکو ته د چلوونې سیمنارونه پيل کړي او د کابل-ګردیز لوې لارې ویجاړ شوي پلُونه او پلچکونو رغونه یې هم پيل کړې.
د کابل-ګردیز لوې لارې یوه موټرچلوونکي رسولخان سلاموطندار ته وویل: «رښتیا هم د کابل-ګردیز پر لویه لاره ټرافیکي پېښې زیاتې شوي دي او لامل یې هم د موټرچلوونکو ګړندی تګ او بې احتیاطي ده.»
نوموړي امنیه قومنداني ټرافیکو مدیریت ته وړاندیز وکړ چې هغه کسانو ته د موټرچلوونې لایسنس ورنهکړي چي د موټرچلولو مسلکي زدهکړې یې نهوي کړي.