Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي

ټرافیکي پېښه

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوې دي.

پېښه نن یکشنبه، وږي ۲۵مه د مرکز میدان‌ښار اړوند په «توروتېږو» سیمه کې د یوه فېلډر او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پېښه کې درې نور کسان ټپیان شوې هم دي.

د میدان‌وردګ له امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

په مړو شویو کې پلار، مور او یوه خور شامله ده او ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري ولایتي روغتون ته لیږدول شوي. د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، د ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، پېښه د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بې‌اختیاطۍ له امله رامنځته شوې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې په دې ورستیو کې د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان‌وردګ په مسیر کې ټرافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام