د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
پېښه چهارشنبه، دغه ولایت کې د کابل-کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد ولایت د امنیه قومنداني د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه د یوه مسافروړونکي ۵۸۰ ډوله او کرولا ډوله موټرو ترمنځ شوې.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه د غزني د اببند ولسوالي «توده چینه» کلي کې شوې چې پهکې د یوې ښځې په ګډون څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.
په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي. ټپیان سیمه کې نږدې روغتیايي مرکز ته د درملنې لپاره لېږدول شوي، خو خبرپاڼه کې یې، د روغتیايي وضعیت په اړه څه نهدي ویل شوي.
د یادې ټرافیکي پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي په ګوته شوې.
له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې شوي چې مسوولان یې، لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو د موټرچلوونکو نه خبرتیا په ګوته کړې.