Asset 1SWN

سلام وطندار

بادغیس کې ټرافیکي پېښه؛ نهه کسان مړه او ۳۵ ټپیان دي

1000333060

د بادغیس امنیتي چارواکي وایي چې د هرات–بادغیس پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله نهه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند، صدیق‌الله صدیقي وايي، دا پېښه نن یکشنبه، کب درېیمه، له غرمې مخکې د «پُشته لامان» په نوم سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي بلل کېږي.

صدیقي زیاتوي چې د پېښې په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو د کره شمېر په اړه یې څه نه‌دي ویلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امنیتي چارواکي همدارنګه وايي چې د پېښې ټپیان د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه مسافروړونکي موټر کې ۴۴ کسان سپاره وو او له هرات ښار څخه د بادغیس د مرکز قلعه‌نو پر لور روان و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام