Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې د ترافیکي پېښه؛ شپږ کسان مړه او څلور ټپیان دي

1000350245

د بدخشان د شهربزرګ ولسوالي کې د یوې ترافیکي پېښې پرمهال شپږ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیې قومنداني چارواکي وايي چې دا پېښه نن یکشنبه، کب ۲۴مه، د شهربزرګ ولسوالي د «اویز» سیمې په لاره کې رامنځته شوې ده. د معلوماتو له مخې، یو لندکروزر موټر له سړک اوښتی او له امله یې، دا پېښه رامنځټه شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي چې په دې پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او څلور نور سخت ټپیان دي.

د هغه په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پرسونل د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ د مړو جسدونه او ټپیان د بدخشان ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.

چارواکي وایي چې د دې پېښې احتمالي لامل د سړک خرابوالی بلل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام