Asset 1SWN

سلام وطندار

سوداګر: د نوبتي ټرانزیټ پرځای دې ازاد ټرانزیټ ته اجازه ورکړل شي

20240125_161515

کندهار کې سوداګر وايي چې د نوبت په نوم ټرانزیټي لایحه دې لغوه او پر ځای یې دې، ازاد ټرانزیټ ته اجازه ورکړل شي، څو سوداګر پر وخت خپل توکي وارد او صادر کړي.

یاد سوداګر چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه دغه ولایت کې ټول شوي وو، یادې څرګندونې د یوې غونډې په ترڅ کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې غونډه کې یوه سوداګر حکمت‌الله حکمت وویل: «د ترانسپورت وزارت له لوري د اړونډ او نوبت په نوم یو طرزالعمل جوړ شو چې د تجارانو مالونه یې انحصار کړي، تجار نه‌شي، کولای چې پر وخت خپل مالونه په ښه طریقه ورسوي، زموږ صنعت او تجارت ته یې ضربه رسولې. موږ اوس غواړو چې دغه شی دې له‌منځه لاړ شي.»

په ورته مهال دغه سوداګر وايي چې د سرپرست حکومت یوشمېر چارواکو سره یې لیدلي او ډاډ یې ورکړی چې ستونزې به یې هوارې کړي.

د بلخ یوه سوداګر خلیل‌احمد پیام وویل: «موږ چې د امارت مشرانو او هر ارګان ته مراجعه کړې، دوی ډېره مینه راکړې او باور وکړئ، موږ هر غږ چې د خلکو، د تاجر او صنعت‌کار په فایده و، دې ټولو ته لبیک یط ویل. دغه ځیني مغرضي رسنۍ چې په موږ پسې منفي تبلیغات کوي او یا وايي، دوی ته امارت ارزښت نه ورکوي، دا د پردیو استخباراتي کړیو څخه تغذیه کېږي.»

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل، دغه کمېسیون چې د ترانزیټ لپاره یې لایحه جوړه کړې، دولتي ارګانونو پورې اړوند نه‌ده او په وینا یې، د دوی په څېر ازاد کاروباریان دي.

نوموړي وویل: «دغه تجاران کندهار ته راغلي وو، د والي صاحب سره یې هم ولیدل او دغه ستونزو ته به یې د رسیدګې لپاره یو مناسبه لار پیدا شي. دغه یو کمیسیون پخوا جوړ وو چې دې کمېسیون د موټرو ترمنځ نظم ټینګ کړی و او د موټروانانو ترمنځ یې نوبت مراعت کولو او دوی یو تشکیل جوړ کړی وو، خو اوس دوی د دغه کمیسیون نه شکایت درلود. هغوی هم ازاد خلک دي او دا کمیسیون د دولت خلک نه‌دي، فقط د ترانسپورت د کارونو مربوط دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګريزي راکړې ورکړې زیاتې شوي، خو سوداګر د دې چارې پر وړاندې ترانسپورټي ستونزې ستر خنډ بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام