د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې له مرستیال مرتضی جعفري او مل پلاوي سره کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی.
د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن دوشنبه، سلواغې لومړۍ، سلاموطندار ته وویل، دغه کتنه کې د ایران د رېل پټلۍ ادارې مسوولانو ډاډ ورکړی چې دوی ژمن دي چې د افغانستان د سوداګرېز توکي پر وخت او ارزانه بیه ایران او نورو هېوادونو ته ورسوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «دواړو لوریو د ایران او افغانستان ترمنځ اوسپنې پټلۍ د لېږد رالېږد او همداراز د اوسپنې پټلۍ په مرسته د ایران له لارې ترکیې او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د توکو لېږد باندې بحث او د نظر تبادله شوې.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه کتنه کې د سوداګرو لپاره د دواړو هېوادونو لهخوا د اسانتیاوو په رامنځته کولو هم ټینګار کړی.
ورته وخت کې د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي ودې او پياوړتيا لپاره د اوسپنې پټلۍ لارې مهمې بولي او دغه برخه کې پرعملي ګامونو ټينګار کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه نبي افغان وویل: «موږ لپاره ارزان، اسان او نږدې دی، د رېل پټلۍ لاره د سوداګرۍ ودې لامل کېږي؛ که غواړئ چې ښه تجارت او راکړه ورکړه ولرئ، په کور دننه هم باید دې برخې ته فکر وشي، ځکه داسې مسیر دی چې خلکو ته په ګټه دی.»
یوه بل اقتصادي کارپوه سېلاب سمندر وویل: «د هوايي لارو په پرتله تجارت او ټرانسپورټ د اوسپنې پټلۍ له لارې ارزان او اسان دی چې ایران، چین او افغانستان لومړي ګام کې غواړي، سره وصل شي او وروسته نور هېوادونه وصل شي، څومره چې ډېرېږي، اسانتیاوې رامنځته کېږي؛ دا به راتلونکې کې د افغانستان پر وړاندې شته ستونزې لهمنځه یوسي او اسانتیاوې به رامنځته شي.»
ايران په تېرو درېوو کلونو کې د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د پولې پر جوړولو سربېره، د چابهار بندر د پراختیا او هند او منځنۍ اسيا ته د نوې لارو د پرانیستلو هڅه هم کړې.
د سرپرست حکومت لهخوا د خپرو شویو شمېرو لهمخې، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو حجم نږدې ۴۰ میلیارده ډالرو ته رسیږي.